امریکا د عراق پر ۲ پخوانیو والیانو او ۲ سختدریځو بندیز ولګاوه
د امریکا متحدو ایالتونو د بشري حقونو د سرغړونې او فساد په خاطر د عراق پر دوو پخوانیو والیانو او دوو سختدریځو مشرانو بندیز ولګاوه.
د امریکا د خزانې وزارت پرون پنجشنبه په یوه بیان کې وویل، د عراق د صلاح الدین ولایت پر پخواني والي احمد الجُبیري او د نینوا پر پخواني والي ناوفل حمادي السلطان یې له دولتي شتمنیو څخه د ناوړه استفادې په شمول د فساد په بېلابېلو قضیو کې د لاس لرلو په خاطر بندیز لګولی دی.
ریان الکیلداني او واد قادو د دوو سختدریځو ډلو مشران دي چې یو یې مسیحي او بل د شابک اقلیت غړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت وايي چې کیلداني د پنځوسمې لوا د سختدریځو مشر دی او په یوه ویدیو کې چې تېر کال په عراق کې خپره شوه، ښودل کېږي چې له یوه زولانه شوي بندي غوږ پرې کوي.
په همدې حال کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي چې هېواد یې په عراق کې پر دوو مشرانو چې له ایران سره تار لري، بندیزونه لګوي.
خو د خزانې وزارت په بیان کې له ایران سره د دغو کسانو د ارتباط یادونه نه ده شوې.