د ولادمیر زلنسکي ګوند د اوکراین پارلماني ټاکنې وګټلې
![د ولادمیر زلنسکي ګوند د اوکراین پارلماني ټاکنې وګټلې](https://gdb.rferl.org/84B3A697-41E0-43B4-84FE-6E077C34435B_w800_h450.jpg)
د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلنسکي ګوند د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې.
د ملت د خادم ګوند چې زلنسکي نوی جوړ کړی په پارلماني ټاکنو کې ۴۴ فیصده رأی خپلې کړي.
دا د اوکراین د خپلواکۍ را وروسته د پارلمان په ټاکنو کې تر ټولو لوړ سلنه رای دي چې یو ګوند یې په یوازې سر ګټي.
د مسکو ملاتړی اپوزیسیون په دوم ځای کې دی او دولس فیصده رای یې ګټلي.
د اوکراین د پارلمان پرونۍ ټاکنې یوازې د دغه پارلمان نیمايي برخې ته ځانګړې وې او نیمایي نور وکیلان مستقیماً له ولسوالیو انتخابیږي.