تاجکستان نن ۸۰ افغان بندیان افغان لوري ته وسپارل
تاجکستان نن یکشنبه ۸۰ افغان بندیان په شېرخان بندر کې افغان لوري ته وسپارل.
په دوشنبې ښار کې د افغانستان د سفارت مستشار سید معصوم بدخش د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریال ته وویل: نن موږ د دواړو خواوو د پلاوو په حضور کې ۸۰ تنه ولېږدول، موږ شېرخان بندر او د تاجکستان پولې ته راغلي یوو، دا ۸۰ تنه موږ افغانستان ته وسپارل.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ یو بل ته د بندیانو د سپارلو موافقه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کتنه کې وشوه.