د مسکو پولیسو له ۱۳۰۰ زیات مظاهره کوونکي نیولي
![د مسکو پولیسو له ۱۳۰۰ زیات مظاهره کوونکي نیولي](https://gdb.rferl.org/7A7ACD79-0196-4F04-AF75-3F453283ECA0_w800_h450.jpg)
د مسکو پولیسو تر ۱۳۰۰ زیات کسان په دې خاطر ونیول چې د پلازمېنې د ښاروالۍ د انتخاباتو لپاره په تیاریو کې د سرغړونو خلاف یې اعتراض کړی و.
د نیول شویو کسانو شمېر (اووي ډي اینفو) خپلواکې ادارې اعلان کړ.
دا اداره د نیول شویو مظاهره چیانو شمېر څاري.
دا مظاهرې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د اپوزیسیون د غړو د نومونو له ثبتولو د روسي چارواکو د انکار په غبرګون کې شوي دي.
بلواضد پولیسو چې برقي ډنډې یې په لاسونو کې وې، دا کسان پرون د مسکو د ښاروالۍ مخې ته په غونډه کې ونیول.