د ارزګان استازي: د ارزګان چهارچینو ولسوالۍ طالبانو محاصره کړې
په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلکو ځينو استازو او د ولایتي شورا ځينو غړو ازادي راډيو ته وویل چې یاده ولسوالۍ د تېرې شپې راهیسې وسله والو طالبانو محاصره کړې ده.
دوی وايي، پر یادې ولسوالۍ تېره شپه هم وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي خو وايي چې که یادې ولسوالۍ ته اضافي سرتېري ونه رسېږي، سقوط به وکړي.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین هم مني چې یاده ولسوالۍ وسله
والو طالبانو محاصره کړې، خو وايي چې هېڅ کله به هم سقوط ونه کړي.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمد ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې
ویلي چې هلته امنیې قوماندانۍ او یو شمېر پوستو سقوط کړی او زیات شمېر افغان سرېیرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.