د سولې ولسي حرکت د پکتیا له اوسېدونکو سره غونډه وکړه
د سولې ولسي حرکت د پکتیا ولایت له قومي مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو سره غونډه وکړه.
د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته ویلي چې دغه غونډه د یکشنبې د ورځې په ماسپښین وشوه چې لسګونو کسانو په کې ګډون کړی و.
د ښاغلي وطندوست په وینا، ګډنوالو پر یوه رښتینې سولې ټینګار کاوه، نه دا چې د یوې معاملې په ترڅ کې راشي او پایله یې بیا هم افغان وژنه وي.
دی وایي: هغوی د غونډې پر مهال وویل چې مونږ ته معامله د منلو وړ نه ده، یو ځل د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال مونږ په یوه معامله کې ښکېل شوي وو چې له امله یې تر اوسه وژل کېږو، هغوی وايي چې د یوې رښتینې سولې په لټه کې دي.
د سولې له ولسي حرکته په دې اړه ازادي راډیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د پکتیا والي مجیب الرحمن څمکني هم ګډون کړی و چې د خپلو خبرو په ترڅ کې یې په دایمي سولې ټینګار وکړ.