چارواکي: زابل او ارزګان کې ۱۴ وسله وال وژل شوي
![چارواکي: زابل او ارزګان کې ۱۴ وسله وال وژل شوي](https://gdb.rferl.org/B597D586-3BB9-42F0-A873-74BA9B454776_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
افغان چارواکي وايي، زابل او ارزګان کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسی ازادي راډیو ته وویل، دا وسله وال د زابل په شاه جوی او د ارزګان په چارچينو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.
هغه وویل، د زابل د شاه جوی ولسوالۍ د موسی زیو په سيمه د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۷ تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور مشکوک کسان نيول شوي دي.
نوموړی همداراز وایي چې د ارزګان د چارچينو ولسوالۍ د تګاب او يومني په کليو کې هم د افغان ځواکونو عملياتو کې ۷ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
تورن احمد صادق عيسی زیاته کړه په ارزګان کې د وسله والو لس پټنځايونه، چاوېدونکي توکي او د هغوی يو شمېر نقليه وسايط هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.