په سیمه کې تر ټولو ګرانبیه ټاکنې افغانستان کې کېږي
![په سیمه کې تر ټولو ګرانبیه ټاکنې افغانستان کې کېږي](https://gdb.rferl.org/E08EE489-D300-481F-83E0-0066F5EA320B_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۲» ازادي راډیو ته وویل، که د ټاکنو کمېسیون عادي بودجه او د ټاکنیزو موادو د لېږد لګښت په پام کې ونیول شي، نو د هرې رأیې لګښت تر ۱۵ ډالرو هم لوړېږي.