ترکیه: که مرسته ونه شي، کډوالو ته به اروپا ته د تګ دروازې خلاصې کړو
![ترکیه: که مرسته ونه شي، کډوالو ته به اروپا ته د تګ دروازې خلاصې کړو](https://gdb.rferl.org/6CF1EDF6-E5A9-4A4A-A470-28C093610B85_w800_h450.jpg)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د نړیوالو زیاتې مرستې غوښتي او ګواښ یې کړی چې که مرستې ور ونه رسېدې، خپل سرحدونه به د هغو کډوالو لپاره چې له ترکیې اروپا ته ځي، پرانیزي.
اردغان ویلي چې که له سوریې سره د دوی د مصؤن سرحد پلان کامیاب نه شي، کډوالو ته به اروپا ته د تګ دروازې بیا ور خلاصې کړي.
اردغان نن د سپټمبر په پنځمه په ټلوېزیوني وینا کې وویل: له موږ سره که مرسته ونه کړئ، موږ معذرو یوو، یوازې تر یوه حده بار وړی شو.
په ترکیه کې اوسمهال تقریباً درې ميلیونه د سوریې کډوال اوسېږي.
د ترکیې حکومت وايي چې د سوریې کډوالو ډېر فشار ورباندې راوستی دی.