امریکا د کابل په شش درک سیمه کې د وژل شوي سرتېري هویت وښود
![امریکا د کابل په شش درک سیمه کې د وژل شوي سرتېري هویت وښود](https://gdb.rferl.org/185388BC-E61A-45B7-92C5-8B342340BDC7_w800_h450.jpg)
د امریکا دفاع وزارت د خپل هغه سرتېري هویت ښودلی چې په وروستۍ پېښه کې په افغانستان کې ووژل شو.
د یاد وزارت د جمعې د ورځې په اعلامیې کې د دغه سرتېري نوم الیس اې باریتو اورتیز ښودل شوی چې د پورتو ریکو دی.
دغه ۳۴ کلن سرتېری چې د شمالي کارولینا د فورت براګ پوځي مرکز غړی و، د پنجشنبې په ورځ د کابل په شش درک سیمه کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.
په هغه برید کې یو رومانیایي سرتېری او لږترلږه ۱۰ افغان ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت وایي چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.
طالبانو د یاد برید مسؤلیت منلی دی.
دا برید داسې مهال وشو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې موافقې د لاسلیک په هدف ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا توافق به چېرې او څه وخت لاسلیک شي.