راپورنه: ایران په فارس خلیج کې یوه کښتۍ له ۱۲ تنه عملې سره نیولې
![راپورنه: ایران په فارس خلیج کې یوه کښتۍ له ۱۲ تنه عملې سره نیولې](https://gdb.rferl.org/F5177774-C4F5-4465-AF35-C094E121A8F1_w800_h450.jpg)
ایراني خبري اژانسونو نن راپور ورکړی چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو په فارس خلیج کې یوه کښتۍ له ۱۲ تنه عملې سره نیولې ده.
چارواکي د دې کښتۍ فلیپینۍ عمله د تېلو په قاچاق تورنوي.
ایسنا خبري اژانس وایي، په دې کښتۍ کې ۳۰۰ زره لیتره ډیزل تېل انتقالېدل.