ځایي چارواکي: په کاپیسا کې د ۲ ملکي وګړو په ګډون ۴ کسان وژل شوي
په کاپیسا ولایت کې په دوو پېښو کې د دوو ملکي وګړو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه شااوخوا دولس بجې د نجراب ولسوالۍ د ده قاضي پله په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته حمله وکړه چې په نتیجه کې یې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
له بلې خوا د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، وسله والو کسانو د کاپیسا د مرکز د نواباد سیمې دوه اوسېدونکي په ډزو وژلي دي.
شورش وايي، دا پېښه د دوو خپلسرو وسله والو ډلو ترمنځ له یوې لفظي شخړې وروسته شوې، خو نوموړی زیاتوي چې د دې وژنو په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.