چارواکي: په ارزګان کې لسګونه بهرني وسله وال وژل شوي
د ارزګان چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د لسګونو بهرنیو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ارزګان د امنیې قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري نن خبریالانو ته وویل، د داعش ۴۶ وسله وال چې ۳۱ تنه یې بهرني اتباع دي، د دې ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې وژل شوي.
ښاغلی خنجري وايي، په بهرنیو جنګالیو کې لس تنه د چین اویغوران او ۲۱ نور یې د تاجکستان او ازبکستان وګړي دي.
خنجري زیاتوي چې په دې ډله کې د داعش مشران هم شامل دي.
دی وایي: د داعش په وژل شویو قوماندانانو کې یو مولوي صابر نومېده چې د داعشیانو مشري یې کوله او د هغه مرستیال مولوي عمر و چې وژل شوي دي.
ډګروال خنجري همداراز وايي چې دې بهرنیو جنګیالیو په جګړو کې برخه نه اخیسته خو د داعش ډلې وسله والو ته یې لارښوونې کولې او وسایل او تجهیزات یې ورته برابرول.
د ارزګان امنیه قوماندان زیاتوي چې همداراز د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د مرکز ترینکوټ محمد نبي خان اډې په سیمه کې پنځه مشکوک وسله وال نیول شوي دي.