د روسیې ولسمشر د اسرائیل له صدراعظم سره ګوري
ټاکل شوې ده چې د روسیې ولسمشر د سوچي په ساحلي ښار کې د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وګوري.
دا لیدنه د اسرائیلو د ټولټاکنو په درشل کې ترسره کېږي.
د اسرائیلو د صدراعظم دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په دې لیدنه کې به د اسرائیلو او روسیې ترمنځ په پوځي همکارۍ ټینګار وشي او همدارنګه به د سوریې پر روان وضعیت بحث وشي.
کرملین بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه مشران به دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه کېدو بحث وکړي.
تر دې مخکې د اسرائیلو صدراعظم بینیامین نتانیاهو د اګست په میاشت کې اوکراین ته سفر کړی و.
دا په تېرو دوو لسیزو کې اوکراین ته د اسرائیل د یو صدراعظم لومړنی سفر و.
نتانیاهو په دې سفر کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی و.