پولیسو د اوکراین د پرېواټ بانک پر مرکزي دفتر چاپه وهلې
پولیسو د اوکراین د تر ټولو ستر بانک پرېواټ بانک پر مرکزي دفتر د جنايي څېړنو د یوې برخې په توګه چاپه وهلې ده.
دا چاپه د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې وهل شوې چې په همدې ورځ د پیسو نړیوال صندوق استازي د نوي پور د پروګرام پر سر د خبرو د پیل لپاره کییف ته رسېدلي دي.
د اوکراین د دې پور ورکوونکي بانک پر مرکزي دفتر د پولیسو په دې چاپه کې د پولیسو ځانګړي ځواکونه ښکېل وو.
پرېواټ بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ډېنېپرو ښار کې یې د مرکزي دفتر د تالاشۍ جواز سیمه ییزې محکمې ورکړی و.
راپورونه وايي، د پولیسو دا چاپه له هغې څېړنې سره تړلې څو معلومه کړي چې ایا د دې بانک چارواکو د استخدام او مشورې له سیمه ییزو او نړیوالو کمپنیو سره د موافقو په نهايي کولو کې له خپلو صلاحیتونو تېری کړی که نه.
پرېواټ بانک په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پيسو د نړیوال صندوق په ملاتړ ځکه ملي شو چې د پور ورکولو خطرناک چلند د اوکراین دا بانک د میلیاردونو ډالرو کمي سره مخ کړ.