دفاع وزارت: د تخار ینګي قلعه ولسوالي له طالبانو بېرته نیول شوې
![دفاع وزارت: د تخار ینګي قلعه ولسوالي له طالبانو بېرته نیول شوې](https://gdb.rferl.org/8B3EF39A-86CD-4849-B8D5-B6CEB1C3EB55_cx30_cy23_cw37_w800_h450.jpg)
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د تخار ینګي قلعه ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوې ده.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان پرون د سپټمبر په دیارلسمه پر ټوېټر ولیکل چې په دې ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عملیات کړي دي.
وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.
ینګي قلعه ولسوالي د سنبلې په نولسمه وسله والو طالبانو نیولې وه.
سیمه ییزو چارواکو د ولسوالۍ تر سقوط وروسته ویلي وو چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملکي وګړو د امنیت لپاره له ولسوالۍ وتلي دی.