په جوزجان کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی
په جوزجان کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان قاري عثمان او د هغه څلور ملګري وژل شوي دي.
د ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون دسپټمبر په دیارلسمه ازادي راډیو ته وویل چې قاري عثمان او ملګري یې د قرقین ولسوالۍ په دینار کلي کې په هوايي حمله کې وژل شوي دي.
محمد حنیف رضايي وویل: قاري عثمان د وسله والو طالبانو مهم قوماندان و، په جوزجان کې په خاص ډول په قرقین ولسوالۍ کې ډېر فعال و.
قرقین د جوزجان سرحدي ولسوالي ده او اکثر خلک یې ترکمنان دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړې.