هند کې په غیرقانوني ډول پاتې کېدونکو افغانانو ته جریمه راکمه شوې
![هند کې په غیرقانوني ډول پاتې کېدونکو افغانانو ته جریمه راکمه شوې](https://gdb.rferl.org/5C271389-FC81-46F5-9017-A3A70DE440FB_cx0_cy30_cw0_w800_h450.jpg)
په نوي ډیلي کې افغانستان سفارت ویلي چې د هند حکومت د هغو افغانانو د جریمې کچه راکمه کړې چې د ویزې تر ختمېدو وروسته په هند کې په غیرقانوني ډول پاتې کېږي.
دغه سفارت پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د سفارت د چارواکو د هڅو په لړ کې په دغه جریمه کې د پام وړ کموالی راغلی. د افغانستان سفارت ویلي، تردې وروسته که څوک تر ۱۵ ورځو پورې په غیرقانوني ډول هند کې پاتې شي، ۵۰۰ هندۍ روپۍ جریمه کېږي.
د سفارت د معلوماتو له مخې، له ۱۵ تر ۹۰ ورځو پورې په غیرقانوني ډول د پاتې کېدو په صورت کې به ۵۰۰۰ روپۍ جریمه پرې کوي او څوک چې تر دوو کلونو پاتې شي اړ دی چې ۱۰۰۰۰ هندۍ روپۍ د جریمې په توګه ورکړي. همداراز که د افغانستان اتباع له ویزې پرته تر دوو کلونو ډېر په هند کې پاتې شي، د هند حکومت ۲۰ زره روپۍ جریمه ورته په پام کې نیولې ده.
تردې وړاندې که به افغانان د ویزې له ختمدېدو وروسته له یوې ورځې تر درېیمو میاشتو پورې پاتې شول، نو اړ وو چې ۳۰۰ امریکايي ډالر جریمه ورکړي.
هر کال زرګونه افغانان د چکر او په تېره بیا درملنې لپاره هند ته ځي چې یو شمېر یې د ځینو ستونزو له امله اړ کېږي له ټاکلې مودې ډېر پاتې شي.