طالبانو د سره صلیب کمېټې ته د فعالیت د بیا پیل اجازه ورکړه
طالبان وايي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې د فعالیت د بیا پیلولو اجازه ورکړې ده.
د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي وايي، په قطر کې د دې ډلې د سیاسي استازو او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ترمنځ په خبرو کې طالبانو له دې کمېټې سره خپله پخوانۍ ژمنه بېرته تازه کړه.
طالبانو د سږ کال د حمل په ۲۲مه اعلان وکړ چې نور د سره صلیب نړیوالې کمېټې او نړیوال روغتیايي سازمان (ډبلیو. اېچ. او) ته اجازه نه ورکوي چې واکسین تطبیق کړي او نور طبي خدمات وړاندې کړي.
د طالبانو له لوري د دغو ادارو د فعالیت د بندېدو له کبله د ګوزڼ پېښې ډېرې شوي دي.
د اروزګان ولایت روغتیايي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې یې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت کړه چې ورسره سږ کال په دې ولایت کې په ګوزڼ د اخته کسانو شمېر ۸ تنو ته ورسېد.