روسیې د پاول وېلن د توقیف په اړه د امریکا د سفارت انتقادونه رد کړل
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پاول وېلن په نوم د یوه امریکايي وګړي د توقیف په اړه په مسکو کې د امریکا د سفارت او د هغه د خور الزابټ وېلن انتقادونه رد کړل.
پاول وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی او زنداني دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون د سپټمبر په څوارلسمه په یوه بیان کې چې پر ټوېټر خپور شوی، ویلي چې د امریکا د سفارت او د وېلن د خور ادعا چې د وېلن توقیف غیر قانوني کار دی، سمه نه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ناسم معلومات دي.
د امریکا سفارت په یوه بیان کې د وېلن د خور الزابټ وېلن په حواله لیکلي وو چې په غیر قانوني ډول د پاول د توقیف دوام د یوه امریکايي وګړي پر اساسي بشري حق تېری دی.
د امریکا سفارت د الزابټ خبرې تأیید کړې وې او پر روسیه یې غږ کړی و چې هغه ته اجازه ورکړي چې خپل کور ته ستون شي.
د روسیې د امنیت فدرالي ادارې د ۲۰۱۸ میلادي کال په فبرورۍ کې پاول وېلن د جاسوسۍ په تور ونیو.
د روسیې یوې محکمې د اکټوبر تر ۲۹مې د هغه د توقیف موده تمدید کړې ده.
پاول وېلن د خپل ملګري په واده کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی و.