د مصر په څو ښارونو کې د حکومت پر ضد مظاهرې وشوې
![د مصر په څو ښارونو کې د حکومت پر ضد مظاهرې وشوې](https://gdb.rferl.org/2B8D0154-4561-4D20-B396-B8D07537A324_w800_h450.jpg)
د مصر په څو ښارونو کې د حکومت پر ضد مظاهرې وشوې او له واک څخه د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د لېرې کېدو غوښتنه یې وکړه.
د مصر د اقتصادي او ټولنیزو حقونو مرکز پرون شنبه وویل، د ۲ خبریالانو په ګډون لسکونه تنه نیول شوي، خو د چا د مرګ ژوبلې راپور یې نه دی ترلاسه کړی.
د بلوا ضد پولیسو له لوري د ډنډو او اوښلن ګاز د استعمال له کبله د تنګو کوڅو ګڼې مظاهرې ژر تیت او پرکې شوې.