دفاع وزارت: د زابل د وروستۍ پېښې مشکوک طراحان ونیول شول
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په قلات کې پر روغتون د وروستۍ حملې مشکوک طراحان او د حمله کوونکو ملګري ونیول شول.
دفاع وزارت ویلي چې دا کسان د جمعې په شپه په غزني کې په پوځي عملیاتو کې نیول شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي پرون د سپټمبر په یویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې عملیات ځانګړو ځواکونو کړي او مشکوک کسان کابل ته لېږدول شوي دي.
احمدزي وویل، له نیول شویو کسانو تحقیق کېږي.
په قلات کې د پنجشنبې په ورځ د ملکي روغتون مخې ته چاودنه وشوه چې ۴۱ تنه په کې ووژل شول او تر سلو زیات زخمیان وو.
وسله والو طالبانو د حملې مسؤلیت اخیستی دی.