کندز ښاریان: که امنیت ډاډمن نه شي، خلک ټاکنو کې رایه نه ورکوي
په داسې حال کې چې ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه ورځې پاتې دي، د افغانستان په شمال ختیځ ښار کندز کې امنیتي وضعیت خلک اندېښمن کړي. ښاریان خبرداری ورکوي که امنیت ډاډمن نه شي، نو ډېر خلک به ټاکنو کې برخه وانخلي.