پامپیو: د ایغور مسلمانانو بندیانول له ترورېزم سره هېڅ تړاو نه لري
![پامپیو: د ایغور مسلمانانو بندیانول له ترورېزم سره هېڅ تړاو نه لري](https://gdb.rferl.org/D7DB43AC-1E43-4D6A-BD31-C88A796C3F86_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، چین ته له نورو هېوادونو د ایغور مسلمانانو د ورلېږلو په خاطر د چین غوښتنه باید ټول په یوه خوله رد کړي.
لږکي ایغور مسلمانان په چین کې له سختو ظلمونو سره مخ بلل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون وویل چې د چین د حکومت له خوا په لوېدیځ ولایت شینجین کې د ایغور مسلمانانو بندیانول له ترورېزم سره هېڅ تړاو نه لري او یوازې د لږکیو د دین او فرهنګ د له منځه وړلو په هدف دی.
پامپیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د هېوادونو له مشرانو سره تر لیدنې وروسته دا خبرې کړي.
ویل کېږي چې لږترلږه یو میلیون ایغور او نور لږکي مسلمانان د چین په شینجین ولایت کې په لرو پرتو کمپونو او محبسونو کې ساتل کېږي، خو د چین حکومت وايي چې دا کمپونه د حرفه یي زده کړو لپاره دي او هدف یې ښوونه او روزنه ده.