د ننګرهار پوهنې ریاست ښوونځیو ته اسانتیاوې برابروي
![د ننګرهار پوهنې ریاست ښوونځیو ته اسانتیاوې برابروي](https://gdb.rferl.org/8D7C903E-823F-41C4-B648-79F85E307F25_cx0_cy31_cw100_w800_h450.jpg)
د ننګرهار د پوهنې رییس وايي، په هغو سیمو کې ښوونځیو ته اسانتیاوې برابروي چې په تېرو کلونو کې د ناامنیو له وجې تړل شوي ول. حسیب الله شینواري دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۳مه په ګرمو سیمو کې د نوي تعلیمي کال پیل په مناسبت مشال راډیو ته وکړه. دی وايي، په لرې پرتو سیمو کې ښځینه ښوونکې کمې دي خو هڅه کوي چې قراردادي معلمانې ونیسي. له نوموړي مو پوښتلي چې په هغو سیمو کې چې پخوا ناامنه وي، ایا ښوونځي پرانیستل شوي او که نه؟ بشپړه مرکه د غږ په ځای کې.