نن په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین وروستۍ ورځ ده
په افغانستان کې د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاین دوه میاشتنۍ موده نن پای ته رسېږي. د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې ټاکنیز کمپاین باید د انتخاباتو له ورځې ۴۸ ساعته وړاندې ودرول شي.