والي: په غزني کې د طالبانو مشهور قوماندان مولوي عبدالحنان ووژل شو
![والي: په غزني کې د طالبانو مشهور قوماندان مولوي عبدالحنان ووژل شو](https://gdb.rferl.org/C1E94E3A-05BC-4511-8BAE-98A51DCFD170_w800_h450.jpg)
د غزني والي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو مشهور قوماندان او د طالبانو پخوانی نومول شوی والي مولوي عبدالحنان د افغان پوځیانو له خوا وژل شوی.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي پرون شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا مسئله یاده کړه.
ده وویل: طالبانو ته چې هر ځای یې مزاحمت کاوه، ملکیان یې هدف ګرځول او وېره او ترهه یې خپروله، زیات تلفات ورسول شول، په وژل شویو کې د طالبانو نومول شوی والي مولوي عبدالحنان د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې تېره ورځ ووژل شو.
د غزني والي ښاغلی کلیمزی وايي چې د طالبانو دا مهم کس په هوايي برید کې وژل شوی.
وسله والو طالبانو د مولوي عبدالحنان وژل کېدل تأییدوي، خو ویلي یې دي چې دی د یوې ډلګۍ قوماندان و.