د خلکو محافظه کاره ګوند د اتریش په پارلماني ټاکنو کې ډېرې څوکۍ ګټلي
![د خلکو محافظه کاره ګوند د اتریش په پارلماني ټاکنو کې ډېرې څوکۍ ګټلي](https://gdb.rferl.org/42FFB821-1CF3-4B62-8282-4F07BD13A5D5_cx36_cy8_cw55_w800_h450.jpg)
د خلکو محافظه کاره ګوند د اتریش په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي دي.
د دغه ګوند مشر سباسټین کورز بیا هم اړ دی چې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره خبرې وکړي.
محافظه کاره ګوند په پرونیو ټاکنو کې ۳۷ فیصده رأیې ګټلي دي.
سوشیال ډموکراټ ګوند ۲۲ فیصده رأیې ګټلي، ښي اړخي ازادي ګوند ۱۶ او زرغون ګوند ۱۴ فیصده رأیې خپلې کړي دي.
د اتریش پخواني صدراعظم او د محافظه کاره ګوند مشر سباسټین کورز پرون خپلو پلویانو ته ویلي چې بریا خوښ کړی، خو لا معلومه نه ده چې د حکومت د جوړولو لپاره به خبرې څنګه مخته ولاړې شي.