د مولانا حنیف وژونکي دې ونیول شي: سیاسي ګوندونه
![د مولانا حنیف وژونکي دې ونیول شي: سیاسي ګوندونه](https://gdb.rferl.org/12a25809-1fcc-481b-81dc-4ec740f4e9e8_tv_w800_h450.jpg)
په بلوچستان کې بېلا بېلو سیاسي ګوندونو رانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د جمعیت علما اسلام د وژل شوي مخکښ مولانا محمد حنیف قاتلان دې ونیسي. د جمعیت علما اسلام، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل پارټۍ او یوشمېر نورو ګوندونو غړیو دا غوښتنه د اتوار په ورځ په چمن ښارګوټي کې د مولانا محمد حنیف تر جنازه وروسته په ویناګانو کې کوله.