بشر حقونو کمېسیون: غور کې د وروستۍ پېښې په اړه څېړنې پیل شوي
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د هغې ویډیو په اړه یې څېړنې پیل کړي چې ښيي په غور ولایت کې یوه ښځه سنګسار کېږي.
د دې کمېسیون غړی او ویاند شکر الله مشکور وايي، تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې دا ویډیو په غور ولایت کې د یوې ښځې د سنګسار له نوې پېښې شوې او که د وړاندې کومې ورته پېښې ده.
د ښاغلي مشکور له قوله، دوی د دې پېښې د کره کولو لپاره یو ټیم ګمارلی چې معلومه کړي، څو دا ویډیو څومره کره ده.
هغه زیاته کړه: "په دې اړه زموږ ټیم څېړنه کوي، ځکه دا په هغه سیمه کې شوې چې یو شمېر امنیتي ستونزې لري، مګر بیا هم موږ څېړنه کوو، ځکه په دې اړه څرګندونې ضد و نقیض دي، طالبان ادعا کوي چې دا ویډیو شپږ کاله وړاندې ده، خو بیا هم بیا هم په دې اړه زموږ څېړنې روانې دي او او هر کله چې بشپړې شوي، له تاسې سره به یې شریکې کړو. "
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې دې موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا پېښه ټکان ورکوونکې ده.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښيي په غور ولایت کې یوه ښځه د یو شمېر کسانو لهخوا سنګسارېږي.
دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه را وپارول.