چارواکي: فراه کې ۱۳۰ وسلهوال طالبان وژل شوي
د فراه امنیه قومانداني وايي چې په وروستیو څلورو میاشتو کې ۱۵۰ وسلهوال طالبان په جګړه کې وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند محبالله محب نن د فبرورۍ ۴مه، په فراه کې خبریالانو ته وویل چې عملیات د افغانستان د امنیتي ځواکونو او نړیوالو قواوو ترمنځ د همغږۍ پر اساس شوي دي.
ښاغلي محب وویل، هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۳۰ وسلهوال وژل شوي او تر ۳۰ زیات د جګړې له ډګره ایستل شوي دي.
د وسلهوالو طالبانو سرچنیو تر اوسه په فراه کې د چارواکو د دې ادعا په اړه خبرې نهدي کړي.