ترکمنستان کې نوی ښار جوړېږي
د ترکمنستان مستبد مشر قربانقلي بردي محمدوف حکم کړی چې یو نوی ښار جوړ شي او د جوړولو لپارهیې ۱،۵ میلیارده ډالر جلا کړي دي.
په دې پیسو به له بهرنیو هېوادونو د نوي ښار د جوړولو لپاره وسایل اخیستل کېږي.
د ترکمنستان دولتي رسنیو پرون د فبرورۍ ۳مه، وویل چې ولسمشر بردي محمدوف د نوي ښار د جوړولو لپاره د بودجې د برابرولو فرمان لاسلیک کړی دی.
د نوي ښار لپاره نوم نهدی غوره شوی، خو په هغه سیمه کې جوړېږي چې د روان میلادي کال په دوبي کې د بردي محمدوف زوی، سردار بردي محمدوف والي وټاکل شو.
سردار بردي محمدوف ۳۸ کلن دی.
ترکمستان د ګاز او تېلو پراخې زېرمې لري او له دې امله بډای هېواد ګڼل کېږي.
خو د ترکمنستان د ولسمشر وروستۍ پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې حکومت لنډه موده وړاندې په نړیوال مارکېټ کې د تېل او ګاز د نرخ د ټیتوالي او د بهرنیو اسعارو د کموالي له امله پرېکړه کړې وه چې بهرني واردات محدود شي.
قربانقلي بردي محمدوف له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې په ترکمنستان کې حکومت کوي.
د بشر حقونو مدافع ډلې او یو شمېر حکومتونه پر بردي محمدوف تور پورې کوي چې د خپل رژیم مخالفانیې مکرراً ځپلي او د اصلاحاتو لپارهیې ډېر کم ګام پورته کړی دی.