د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ټیم جنوبي افریقا سره لوبه کوي
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي ټیم نن د کوربه جَنوبي افریقا په وړاندې لوبه کوي.
دا لوبه د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ ټیمونو د نړیوال جام د اووم مقام پر سر ده.
افغانستان تر دې مخکې هم یو وار د دې نړیوال جام په اولنۍ لوبه کې کوربه جَنوبي افریقا ته ماته ورکړې وه.
افغانستان د جَنوبي افریقا په کوربهتوب په روان نړیوال جام کې که څه هم د ګروپي دور دوه لوبې ګټلې وې، خو نیمه پایلوبې ته د وتلو چانسیې ځکه له لاسه ورکړ چې پاکستان تهیې لوبه بایلوده.
د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو څخه کم عمره د کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې پرون هند په نیمه پایلوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه.
سبا به بنګلهدېش له نیوزیلنډ سره مخ کېږي او ګټونکی به په فاینل کې له هند سره لوبه کوي.