د اروپايي ټولنې د پراخولو لپاره یوه نوې تګلاره جوړه شوې
![د اروپايي ټولنې د پراخولو لپاره یوه نوې تګلاره جوړه شوې](https://gdb.rferl.org/C5904420-548E-48D0-A69E-DFD320A07D01_w800_h450.jpg)
ازادي راډیو ته د رسېدلو اسنادو له مخې، اروپايي کمېسیون د اروپايي ټولنې د پراخولو د بهیر لپاره یوه نوې تګلاره جوړه کړې ده چې له مخې یې د دې ټولنې غړو ته له هغو هېوادونو سره چې په اروپايي ټولنه کې غړیتوب ته لېوال دي، په خبرو اترو کې پراخه ونډه ورکوي.
په پام کې ده چې د دې پلان طرح نن خپره شي.
دا طرح درې میاشتې وروسته له هغه خپرېږي چې اروپايي ټولنې په دې ټولنه کې د غړیتوب له لېوالو هېوادونو، شمالي مقدونیې او البانیا سره خبرې وځنډولې.
دا طرح فرانسې ته چې په اکټوبر میاشت کې د دې خبرو د ځنډولو اصلي عامل و، مستقیم ځواب ګڼل کېږي.
د فرانسې دې اقدام د بالکان شپږ هېوادونه چې په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب هیله لري، سخت ناهیلې کړل.
فرانسې ویلي، البانیا او شمالي مقدونیې د فساد پر ضد د مبارزې او د ښې حکومتوالۍ په برخو کې داسې پرمختګ چې په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره حتمي دی، نهدی کړی.