د پېښور روغتون کې داخله بې سرپرسته افغانه ماشومه
![د پېښور روغتون کې داخله بې سرپرسته افغانه ماشومه](https://gdb.rferl.org/10bee6e4-d901-48ba-a6f8-54a11c194229_tv_w800_h450.jpg)
د پېښور په رحمان میډیکل انسټيټیوټ (ار اېم ای) کې د ننګرهار یوه څلور کلنه ماشومه له مور و پلاره بغیر داخله ده. د روغتون انتظامیه وايي، څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې کورنۍ کاینات پر تورخم رضاکارانو ته وسپارله چې په جمرود کې یې لرې خپلوانو ته بوځي او په روغتون کې یې داخله کړي. د کاینات د کورنۍ غړي د پاسپورټ او ویزې نه لرلو له وجې پر تورخم نشي اوښتای. دا ماشومه د جمرود د ځینو ځوانانو په مرسته په ار اېم ای کې داخله ده. په پېښور کې د افغانستان کونسلګري او د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د ماشومې پوښتنه به وکړي. ویډیويي رپورټ.