په پېښور کې د شمالي وزیرستان د کاروباریانو احتجاج دوام لري
![په پېښور کې د شمالي وزیرستان د کاروباریانو احتجاج دوام لري](https://gdb.rferl.org/0748d257-6176-41a6-b01f-f4d66ceb8a6a_tv_w800_h450.jpg)
د شمالي وزیرستان لسګونه کاروباریان له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې هره ورځ د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته په اتڼ احتجاج پیلوي او بیا لاریون کوي او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته کښېني. دوی وايي، حکومت دې ورته په ناامنیو کې د ړنګو دوکانونو پوره تاوان ورکړي. صوبايي حکومت د وزیرستانیانو تازه احتجاج په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو وختونو کې یې د تاوانونو پوره کولو ژمنې کړي. ویډیويي رپورټ.