خوست کې د امریکايي وګړي د اختطاف راپور په اړه څېړنې کېږي
په خوست کې چارواکي وايي چې هلته د یوه امریکايي وګړي د اختطاف د راپور په اړه څېړنې کېږي.
نیوز ویک مجلې او یوشمېر نورو غربي رسنیو ویلي چې د امریکا یو وګړی ، فردریکس د تېرې جمعې په ورځ د حقاني شبکې له خوسته تښتولی دی.
د رپوټونو په حواله تښتول شوی وګړی ۵۷ کلن دی او د امریکا په یوه قراردادي پروژه کې یې کار کاوه.
د خوست د والي ویاند طالب منګل پرون د فبرورۍ په ۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې د مسئلې د حقیقت موندلو لپاره یې څېړنې پېل کړې دی.
طالب منګل وویل: "موږ هم په دې اړه راپورونه را رسېدلي خو هېڅ ډول معلومات لا نه لرو، امنیتي او کشفي ادارې د معلوماتو په راغونډولو لګیا دي څو څرګنده شي داسې پېښه شوې که اوازه ده."
د فرانسې خبري اژانس په افغانستان کې د یوه چارواکي په حواله ویلي چې د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی غړی تېره اونۍ له خوسته تښتول شوی دی.
فرانس پرس د افغان چارواکي نوم نه دی اخیستی.
وسله والو طالبانو فرانس پرس ته ویلي چې له دې پېښې خبر نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې معلومات ورته رسېدلي خو له نورې تبصرې یې ډډه کړې ده.