پولیسو تخار او بغلان کې د نشه يي توکو قاچاق په تور ۵ کسان نیولي
![پولیسو تخار او بغلان کې د نشه يي توکو قاچاق په تور ۵ کسان نیولي](https://gdb.rferl.org/AFF2D579-FDD2-4D53-BB65-D858ADA2F9AD_cx9_cy16_cw81_w800_h450.jpg)
د تخار ولایت چارواکي وايي چې درې کسان یې له پنځه ویشت کیلوګرامه تریاکو او چرسو سره نیولي دي.
د چارواکو په وینا، دا نشه يي توکي په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو.
له بلې خوا د بغلان پولیسو د پنځه کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل چې دا نشه يي توکي يې له بلخ څخه کابل ته قاچاق کول.
بغلان په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق له لارو یو ګڼل کېږي.
د بغلان چارواکي ادعا کوي چې ډېری نشه يي توکي چې له دې لارې قاچاق کېږي، کشف او نیول کېږي.