سر له سبا د پولیس له هره قانونه بایکاټ کوو: خاصه دار
د باجوړ د لیویز او خاصه دارو په یوه لویه غونډه کښې اعلان وکړ، که حکومت یې د نوکریو حیثیت په باب سپیناوی و نکړ نو له سبا/یولسمې فبرورۍ څخه به د پولیسو هېڅ ډول قانون منلو ته غاړه نږدي او دغه عملیاتو کې لکه ایف ای ار لیکل او نور کارونه به نه کوي. دوی وویل، حکومت چی ټولې ادارې په خیبر پښتونخوا کښې ضم کړي نو د پخوانۍ فاټا د انضمام وروستو بايد پولیس یې هم ضم کړي وی. نور حال د شاهنواز ترکزي په دې رپورټ کښې.