د تکواندو ملي لوبډلې ته د نثار احمد عبدالرحیمزي بېرته راتګ
![د تکواندو ملي لوبډلې ته د نثار احمد عبدالرحیمزي بېرته راتګ](https://gdb.rferl.org/BBFB2110-A2F4-4F95-8D0C-A31539E3139A_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
نثار احمد عبدالرحیمزی بېرته د تکواندو ملي لوبډلې ته راګرځي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې د برنزو د مډال ګټونکی نثار احمد عبدالرحیمزی چې نږدې پنځه میاشتې وړاندې د چارواکو د نهپاملرنې له امله د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې نه تللی و بېرته له لوبډلې سره یوځای کېږي.
ښاغلی عبدالرحیمزی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د یوازني افغان لوبغاړي په توګه توانېدلی و چې د نړۍ د ځوانانو د تکواندو په سیالیو کې د برنزو مډال خپل کړي.
دا د روحالله نېکپا له دوه مډالونو وروسته چې د المپیک د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو په سیالیو کې يې ګټلی وو د افغانستان لپاره مهم مډال بلل کېږي.