د 'جګړې د سیوري لاندې د سکېټ زدهکړه' فلم د اسکار جایزه ګټلې
![د 'جګړې د سیوري لاندې د سکېټ زدهکړه' فلم د اسکار جایزه ګټلې](https://gdb.rferl.org/120F54BA-7859-41E3-B35D-C57A02753E5F_w800_h450.jpg)
د افغانستان د 'جګړې د سیوري لاندې د سکېټ زدهکړه' فلم د اسکار د ۲۰۲۰ کال جایزه وګټله.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې غړي مجیب قاريزاده وویل چې دغه مستند فلم ته نن سهار د اسکار د ۲۰۲۰ میلادي کال معتبره جایزه ورکړل شوه.
یوه اوونۍ وړاندې دغه فلم په بریتانیا کې د بفتا جایزه هم ګټلې وه.
دغه مستند د بریتانیايي النا ادریچوا لهخوا جوړ شوی دی.
په دې فلم کې د هغه افغان نجونو ژوند انځور شوی چې په سکیستان کې درس وايي او دغهشان ترڅګيې د سکېټ بورډ لوبه هم کوي.