د اذربایجان واکمن ګوند پارلماني ټاکنې ګټلي
![د اذربایجان واکمن ګوند پارلماني ټاکنې ګټلي](https://gdb.rferl.org/06B8BF4C-B3DE-43FF-A6D5-FEC07BC7A4E3_w800_h450.jpg)
د اذربایجان د پارلماني ټاکنو لومړني نتایج ښيي چې د ولسمشر الهام علییف په مشرۍ واکمن ګوند اکثرې څوکۍ ګټلې دي.
د یوه امریکايي شرکت لهخوا د شوې وړاندوینې له مخې د علییف ګوند د اذربایجان د ۱۲۵ کسیزه پارلمان ۶۹ څوکۍ وګټلې.
دغه ګوند تېرو ټاکنو کې ۶۵ څوکۍ ګټلې وې.
د مساواتو په نوم د اپوزېسیون ګوند یوه پخواني مشر عیسی ګمبار د ازادي اروپا راډیو اذري څانګې ته وویل: "زموږ ارزونې دا دي چې هېڅ څه نهدي بدل شوي. د تش په نوم منحل شوي پارلمان غړي یو وارې بیا مقرر شوي دي."
د اپوزېسیون یوازې یو کاندید اېرکین قادرلي پارلمان ته وتلی.
د اذربایجان په پارلماني او نورو ټاکنو کې اکثر د درغلیو پراخ راپورونه خپرېږي.
په وروستیو پارلماني ټاکنو کې هم د بېنظمیو او ګډوډیو شکایتونه شوي.