ټایلند کې سلګونه کسانو د وروستۍ حملې قربانیانو ته دعا وکړه
سلګونه کسان پرون د ټایلند په ناخون راتچاسیما ښار کې په هغه سیمه کې ټول او د دعا مراسمیې ونیول چېرته چې یوه ټایلندي سرتېري وړمه ورځ ۲۹ کسان په ډزو ووژل او څه باندې ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
دغه سرتېری په خلکو باندې تر ۱۷ ساعته ډزو وروسته د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شو.
د ټایلند د روغتیا وزیر انوتین چارنویرا کول پرون وویل چې ۳۲ کلن بریدګر جاکراپانت توما د ناخون ښار په ۲۱ ترمینل کې ووژل شو.
بریدګر د ځمکې پر سر دعوا درلوده او غصه و.
بریدګر چې په خپل فېسبوک د ډزو صحنې خپرولې لومړی یې شنبه ماسپښين شاوخوا ۳ بجې په یوه کور کې ډزې وکړې، بیا پوځي کمپ ته ورغی او تر هغه وروستهیې په یوه مارکېټ کې په لسګونه کسانو دزې وکړې.