حسن روحاني: ایرانیان دې په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن، د فبرورۍ په ۱۱مه، د اسلامي انقلاب د ۴۱ مې کلیزې په مناسبت په وینا کې پر ایرانیانو غږ وکړ چې په را روانو پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي.
په ایران کې اسلامي انقلاب په ۱۹۷۹ میلادي کال کې وشو او سږکال ۴۱ کلن شو.
سره له دې ډېری ایرانیان د خراب اقتصادي وضعیت او د اوکراین د یوې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله په قهر دي، د تهران په لارو او کوڅوکې نن لس ګونه زره کسان د اسلامي انقلاب د کلیزې د لمانځلو لپاره راوتلي وو.
خلکو د دایران بیرغونه او د ایت الله روح الله خامنه اي عکسونه لېږدول.
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د ازادۍ پر میدان د خلکو لويې غونډې ته وینا وکړه.