ټرمپ ننګرهار کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو درناوی کړی
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د دلوېر ایالت ته ولاړ او هغو دوو امریکايي سرتېرو ته د درناوي په خاصو مراسمو کې یې ګډون وکړ چې په جلال اباد کې وژل شوي وو.
د تېرې شنبې په ورځ یوه وګړي چې دافغانستان د پوځ دریشي یې کړې وه، پر امریکايي سرتېرو ډزې وکړې او دوه کسه یې ووژل.
په برید کې ۶ نور امریکايي سرتېري ټپیان شوي وو.
د امریکا د دفاع وزارت وویل چې خاویر ګوترېز ۲۸ او انتونیو رود ريګز ۲۸ کلن وو.