د کابل د منتخبې لوبډلې د انتخاب لپاره د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ
![د کابل د منتخبې لوبډلې د انتخاب لپاره د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ](https://gdb.rferl.org/1AE1E4A4-B43C-4EC1-9B19-8302C707B89C_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د کابل د منتخبې لوبډلې د انتخاب لپاره د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ پرون د ۱۶ لوبغاړو په حضور په کابل کې ترسره شوې.
د لوبې په پای کې اته تنه څلور نجونې او څلور هلکان د کابل منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
دغه لوبې تېره اوونۍ د ۷۰ لوبغاړو په حضور کې پیل شوې وې چې ترې اته لوبغاړي غوره شوي.
ټاکل شوې چې د غوراوي درېیم پړاو سیالۍ په نږدې راتلونکي کې پیل شي.