جنرال دوستم او شاهین قول اردو په شمال کې د عملیاتو په اړه خبرې کړي
![جنرال دوستم او شاهین قول اردو په شمال کې د عملیاتو په اړه خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/9E9DA0C2-75CD-4A61-ACA9-2EDB2E3FA891_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم پرون د جوزجان-بلخ د لويې لارې په اوږدو کې پر پوځي عملياتو خبرې وکړې.
ښاغلي دوستم پرون په جوزجان کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو له قوماندان سره په کتنه کې دا موضوع ياده کړه.
د دې قول اردو د دوهمې لوا وياند جګړن محمد نادر بهروز په شبرغان کې وويل: "د دې قول اردو قوماندان له جنرال دوستم سره په کتنه کې د جوزجان-بلخ د لارې په ساحو کې پر عملياتو او د دې لارې پر امنيتي ګواښونو خبرې وکړې، جنرال دوستم د همغږي پرېکنده ژمنه وکړه."
د افغانستان په شمال کې خلکو په وار وار شکايت کړى چې د لويو لارو په اوږدو کې امنيتي ګواښونه زيات شوي دي.