اذربايجان کې تر ٢٠ زيات سياسي مخالفان او کانديدان نيول شوي
د اذربايجان پوليسو تر ٢٠ زيات سياسي مخالفان او خپلواک کانديدان نيولي دي.
نيول شويو کسانو د اذربايجان د وروستيو پارلماني ټاکنو پر نتيجو چې نړيوالو څارونکو هم ورباندې انتقادونه کړي، اعتراض درلود.
اعتراض کوونکو پرون د اذربايجان د ټاکنو مرکزي کمېسيون د دفتر مخې ته پرلت وهلى و چې د بلوا ضد پوليسو ټول برخهوال ونيول او بسونو تهيې واچول.
د کورنيو چرو وزارت وياند احسان زاهدوف ويلي، دا غير قانوني عمل و او برخهوالو قانون نهو رعايت کړى.
د ټاکنو مرکزي کمېسيون په حواله واکمن ګوند (نوي اذربايجان) د ولسي جرګې په ١٢٥ څوکيو کې ٧٠ څوکۍ ګټلې دي.
نورې څوکۍ وړو ګوندونو او هغو خپلواکو کانديدانو ته رسېدلي چې ولسمشر الهام علياف ته وفادار دي.