ولسمشر غني نن د جرمني په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي
![ولسمشر غني نن د جرمني په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي](https://gdb.rferl.org/49BB1444-F429-4CDD-9A78-8E77AE846FBD_cx0_cy10_cw36_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن د فبرورۍ په ۱۴مه، د جرمني په مونشن ښار کې په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.
ولسمشر غني پرون جرمني ته ولاړ.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني به د غونډې په څنډه کې له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې وکړي.
روېټرز خبري اژانس ویلي چې ولسمشر غني به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مايک پومپیو سره د امریکا او طالبانو د سولې پر موافقه خبرې وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي دفتر هم پرون وویل چې زلمی خلیلزاد جرمني ته تللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون جرمني ته په لاره کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې په وروستیو ورځو کې مهم پرمختګ شوی دی.