په بغلان کې د طالبانو يو سرګروپ نيول شوى
![په بغلان کې د طالبانو يو سرګروپ نيول شوى](https://gdb.rferl.org/09D82614-6981-4D89-AD65-1DE1A79FF773_w800_h450.jpg)
د بغلان امنيه قومانداني وايي د وسلوالو طالبانو هغه سرګروپ نيول شوى، چې څو کاله يې په دغه ولايت کې تروريستي فعاليتونه کول.
چارواکي وايي نيول شوى سرګروپ سرور نومېږي چې په کاروان مشهور و او په بغلان کې يې پر افغان قواوو په څو تروريستي بريدونو کې لاس درلود.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت نن جمعه رسنيو ته په يوه ويډيويي کليپ کې وويل، دغه کس له پاکستانه راروان و، چې ونيول شو:
”دى څو مياشتې په پاکستان کې و، چې بغلان ته راستنېده، د لويې لارې په اوږدو کې د بغلان د امنيې قوماندانۍ د ټروريزم ضد مديريت د کارکوونکو له خوا نيول شوى او پر خپل جرم يې اعتراف کړى دى.“
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند وايي د وسلوالو طالبانو نيول شوي سرګروپ په مرکزي بغلان کې تروريستي فعاليتونه کول.
وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.